تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

Facebook Twitter LinkedIn
تورخم کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

دوو سرچینو بي بي سي ته تائيد کړې چې په نښته کې درنې وسلې هم کارول شوې دي.

ځینو رسنیو د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له قوله ویلي، نښته وروسته له هغه پیل شوه چې پاکستاني ځواکونو لومړی د طالبانو پر ځواکونو برید وکړ. سرچینې دا هم ویلي چې پاکستاني لوري له څو ورځو راهیسې د جګړې پیلولو ته چمتووالی نیولی و.

د ننګرهار اطلاعات او کلتور رياست ويلي؛ نښته له هغې وروسته پيل شوه، چې د پاکستان ځواکونو لومړی پر افغان ځواکونو بريد وکړ.

ځینو سرچینو دا هم ویلي چې مرګژوبله اوښتې خو کره شمېر يې معلوم نه دی.

په تورخم کې یو سوداګر بي بي سي ته ویلي، د نښتې پر مهال هلته سلګونو په توکو بار لاریو ته ویل شوي چې د کرښې له دواړو غاړو لېرې پرتو سیمو ته ولاړې شي.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ويډيوګانو کې چې بي بي سي يې پخلی نشي کولی د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

افغان طالبانو او يا هم پاکستاني حکومت په رسمي ډول د نښتې په اړه لا څه نه دي ويلي.

دغه نښته په داسې مهال شوې چې له تېرو نهو ورځو راهيسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځلې د دې لارې د خلاصېدو په تړاو خبرې شوي، خو دغه خبرې بې پایلې پایته رسېدلي دي.

سوداګر وايي د تورخم لارې له تړل کېدو، میلیونونه ډالره زیان وراوښتی

رپوټونه وايي، پر ډېورنډ کرښه د طالبانو حکومت یو پلاوی او پاکستاني چارواکي د ناستو پر مهال کومې داسې هوکړې ته نه دي رسېدلي چې له مخې یې د تورخم تړلې دروازه پرانیستل شي.

تورخم کې د طالبانو حکومت کمیسار ملا عبدالجبار حکمت وايي، د ننګرهار د ولایتي ادارې د مرستیال عزیزالله مصطفی په مشرۍ پلاوي په تورخم کې له پاکستاني چارواکو له پلاوي سره چې مشري یې پوځي کمیسار کرنل وقاص کوله خبرو کې د ستونزې د اوږد مهالي حل وړاندیزونه کړي.

هغه وايي: "موږ ورته وویل چې لار به ۲۴ ساته پرانیستې وي، زموږ او ستاسې په تجارت کې به زیاتوالی راځي، د ناروغانو او مسافرو اړوند باید اسانۍ راشي." او دا چې په راتلونکي کې باید د لارې د تړلو پلمې له منځه یوړل شي.

ښاغلی حکمت وايي، دوی سملاسي پر داسې څه سلا نه شول چې د تورخم لار دې پرانیستل شي، ''موږ خپلو مشرانو ته پر دغو څلورو نقطو خبره وکړه او دوی به خپلو مشرانو ته خبره وکړي."

د طالبانو حکومت دغه چارواکي پر تورخم لار له تلونکو کسانو وغوښتل چې تر هغه چې د لارې د بشپړې پرانیستې خبر نه وي خپور شوی له تګ راتګه دې ډډه وکړي.

د تورخم لار د فبرورۍ پر ۲۱مه د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو له لوري وتړل شوه. یوه پاکستاني چارواکي د ترکیې خبري اژانس انادولو ته ویلي، پر کرښه طالبانو د امنیتي پوستو جوړلو پیل کړي، دوی ترې د کار ځنډولو غوښتنه وکړه، خو طالبانو خپل کار ته دوام ورکړ، همدا د لارې تړل کېدو لامل شو.

د طالبانو حکومت ویلي پر کرښه جوړېدونکې امنیتي بنسټونه د دوی په خپله خاوره کې دي او دا چې پاکستان اړخ ته کوم ګواښ نه دی.

دواړو غاړو ته ایسار خلک

د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه کسان د لارې تړل کېدو له امله بند پاتې دي او په تېرو څو ورځو کې چې لاره تړلې ده یوازې د څو جنازو د اړولو اجازه ورکړل شوې.

له بي بي سي سره په خبرو کې ځینو کسانو ویلي، ډېرو خلکو ته د څښاک اوبه او خواړه هم نه رسېږي. د غونچه ګل په نوم یو لارۍ چلونکی وايي، " نه ډوډۍ شته، نه چای، دواړو غاړو کې ښځې او ماشومان بند دي، نه هوټل شته نه کومه بله اساني."

د نعمت الله په نوم د ننګرهار یو اوسېدونکی چې له څو ورځو راهیسې هلته بند دی وايي، " دومره اوبه نشته چې دوی پرې اودس وکړي."

هغه وايي، ایسارو خلکو کې یې ډېر هغه ناروغان دي چې پښتونخوا ته د درملنې لپاره تللي وو او یا هم ورتلونکي وو، چې له دا ډول ستونزمن حالت سره مخ شول.

سوداګرو ته اوښتی زیان

اسوشیتید پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې له ۵۰۰۰ ډېرې پر توکو بار لارۍ د تورخم دواړو غاړو ته ولاړې دي. سوداګرو ویلي د سبو او میوو په ګډون ډېر هغه توکي چې باید پر وخت رسول شوی وای پر لار د ځنډو له امله یې زیان لیدلی.

د خیبر د سوداګرۍ خونې مشر یوسف اپریدي په لنډي کوتل کې خبریالانو ته وویل د تورخم لارې دا وار تړل کېدو سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی. هغه وویل که لار همداسې تړلې پاتې شي د لا نور زیان شونتیا شته.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چار سمبالي محمد یونس موند له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د لارو تړل کېدو په پایله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۸۴ سلنه کمه شوې. هغه وویل افغانستان د خوندي ټرازیټي لارو او سوداګرۍ لپاره تر ډېره په منځنۍ اسیا تکیه کړې.

ښاغلي اپریدي خبرداری ورکړ چې که د لارو تړلو دا چارې همداسې دوام وکړي ښايي د اسلام اباد او کابل ترمنځ د سوداګرۍ کچه لا نوره هم ټيټه شي.

admin

admin

Content creator at LTD News. Passionate about delivering high-quality news and stories.

Comments

Leave a Comment

Be the first to comment on this article!
Loading...

Loading next article...

You've read all our articles!

Error loading more articles

loader