اسرائیلو غزې ته د هر ډول بشري مرستو ننوتلو مخه نیولې ده. اسرائیلي چارواکو دا ګام ځکه پورته کړی، چې دوی غواړي حماس د امریکا له لوري د اوربند غځولو وړاندیز شوی پلان ومني. د یادونې ده، چې د اوربند لومړی پړاو پر شنبه پای ته ورسېد.
د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو دفتر وايي، حماس تر اوسه پورې د ډونلډ ټرمپ استازي سټېف ویټکاف له لوري په موقت ډول د اوربند غځولو وړاندیز له منلو انکار کړی دی. د حماس یوه ویاند بیا د مرستو لارې تړل یوه ''بازاري باج اخیستنه'' او د اوربند هوکړې پر ضد یوه ''دسیسه'' بللې او په خبره یې منځګړي باید په دې موضوع کې مداخله وکړي.
حماس غواړي له لومړي توافق سره سم د اوربند دویم پړاو پیل شي، چې د یرغملو اسرائیلیانو ازادول، د فلسطیني زندانیانو خوشي کېدل او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل پکې شامل دي.
حماس له دې مخکې ویلي و، دوی به د امریکا، قطر او مصر د منځګړو له تضمین پرته چې بالاخره به د اوربند هوکړې دویم پړاو پیل شي، د لومړي پړاو غځول و نه مني.
بل لور د اسرائيلو لومړي وزیر دفتر په اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي: ''د یرغملو هوکړې له لومړي پړاو پای ته رسېدو سره سم، او د حماس له لوري د خبرو دوام په تړاو د ویټکاف وړاندیز له منلو انکار – چې اسرائیل تاييد کړی، لومړي وزیر نتنیاهو پرېکړه وکړه، چې له نن سهار وروسته به غزې ته د ټولو توکو رسېدل ودرول شي. اسرائیل به زموږ د یرغملو له خوشي کېدو پرته د اوربند اجازه ور نه کړي. که حماس خپل انکار ته دوام ورکړي، دا به عواقب ولري.''
د حماس غبرګون
بل لور د حماس ویاند په دې هکله وویل: ''غزې ته د مرستو مخې نیولو په هکله د نتنیاهو پرېکړې یو ځل بیا د اشغال ناوړه څېره څرګنده کړه، نړیواله ټولنه باید پر اسرائیل فشار ډ ېر کړي، چې زموږ خلک له لوږې سره مخامخ نه کړي.''
له دې مخکې د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر وویل، اسرائیلو د امریکا هغه وړاندیز منلی چې د اوربند هوکړه دې د مسلمانو روژې میاشت او یهودانو د پاسوور موده کې د شپږ اونیو لپاره دوام وکړي. که د دې مودې په پای کې خبرې په ټپه ولاړ حالت ته ورسېدې، اسرائیل به حق ولري، چې بېرته جګړه پیل کړي.
امریکايي استازي د خپل وړاندیز په هکله په عام محضر کې څه نه دي ویلي. خو اسرائیل وايي، دا به د نیمايي ژوندي یرغملو خوشي کولو او مړو هغو د جسدونو له سپارلو سره پیل شي.
له دې مخکې د اسرائیلي لومړي وزیر دفتر ویلي و، ویټکاف له هغه وروسته د شپږ اونیو لپاره د دې پړاو غځولو وړاندیز وکړ، چې پوه شو د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې ختمولو پر شرایطو د اختلاف کمولو لپاره نور وخت ته اړتیا شته.
د یادونې ده، چې د اوربند هوکړې لومړی پړاو چې د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوی و، تېره شپه (شنبه) پای ته ورسېد. د دې پړاو په موده کې د ۳۳ اسرائیلي او پنځو تایلنډي یرغمل کسانو خوشي کېدو او دغه راز د اسرائیلو له زندانونو د ۱۹۰۰ فلسطیني بندیانو خوشي کېدو ته زمینه برابره شوه.
خو د دې دویم پړاو په هکله چې د پاتې یرغمل کسانو خوشي کېدو او له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتلو موضوعات پکې شامل دي، ایله پیل شوې دي. داسې باور کېږي، چې ۲۴ اسرائیلیان چې حماس یرغمل کړي، لا هم ژوندي دي او ۳۹ نور بیا مړه شوي دي.
Comments
Leave a Comment