لسګونه افغان زدکوونکې له عمان د ایستلو له خطر سره مخ دي

Facebook Twitter LinkedIn
لسګونه افغان زدکوونکې له عمان د ایستلو له خطر سره مخ دي

د دې محصلینو له ډلې مریم (مستعار نوم) بي بي سي پښتو ته وویل، دې خبر دوی هک حیران کړي دي، "موږ دلته د دغو مرستو په ملاتړ دلته راغلي وو، موږ دلته په عمان کې په یوه خصوصي پوهنتون کې زدکړې کولې. اوس موږ ۸۳ افغان نجونې په عمان کې بېخي بې برخلیکه پاتې یو."

هغه اعلامیه چې زده کوونکو ته ورکول شوې پکې ویل شوي، "په ډېرې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د امریکا متحده ایالاتو نوې ادارې پرېکړه کړې چې د افغان ښځو د سکالرشېپ فنډ (WSE) چې د امریکا متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له خوا تمویل شوی، لغوه کړي. د ښځو د سکالرشېپ فنډ د یو اېس اېډ یو له نژدې شپږ زرو پروګرامونو څخه دی چې په ټوله نړۍ کې لغوه شوي دي."

زدکوونکو ته ویلی شوي له همدې امله به د دوی بورسونه پایته ورسېږي او د ۲۰۲۵ کال د مارچ له دویمې به ټولګیو ته نه ځي.

په اعلامیه کې له زدکوونکو بښنه غوښتل شوې او زیاتوي دا چاره د دوی له واکه بهر ده.

مریم وايي، دا لسګونه نجونې په بېلابېلو برخو کې په زدکړو بوختې وې چې اوس پر ټولې هغه لارې تړل شوي او مسؤلینو دا هم ورته ویلي چې هېڅ راز مرسته او همکاري نه شي ورسره کولی. له دوی سره څلور کلن تړون شوی و، چې د زدکړو تر پایه به یې ملاتړ کېږي.

د مریم په وینا دوی ته په څرګندو ټکو ویل شوي، "بېرته به افغانستان ته لېږل کېږي."

هغه وايي په عمان کې د پناه غوښتلو شرایط هم ډېر ستونزمن دي، که وهم غواړي نه یې شي کولی. د نورو هېوادونو له سفارتونو یې هم د مرستې غوښتنه کړې، خو تر اوسه ټولو منفي ځوابونه ورکړي دي.

هغه له نړیوالو غواړي چې د دوی یوازېنۍ هیله "د زدکړو زمینه" ورته برابره کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نجونې او ښځې په ترتیب لومړۍ له شپږم ټولګي له پورته ښوونځیو بیا پوهنتونو او کار منع شوي دي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د ۲۰۲۲ کال په ډسیمبر کې اعلان وکړ، ښځې او نجونې نه شي کولای په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې تر بلې خبرتیا خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

وروسته وویل شول چې پر یوې طرحې کار کوي چې د نجونو زدکړو ته زمینه برابره کړي. دغه راز له شپږمو ټولګیو پر پورته نجونو هم د تر امر ثاني بندیز لګول شوی دی. د طالبانو دا چاره د پراخو نړیوالو غبرګونونو او غندنې لامل شوه، خو له هغه وخته راهیسې کومه طرحه نه ده وړاندې شوې او نه یې په تړاو کوم ګام پورته کړی.

له عمانه د افغان محصلینو د بېرته ستنولو په اړه هم تر اوسه د طالبانو حکومت څه نه دي ویلي.

admin

admin

Content creator at LTD News. Passionate about delivering high-quality news and stories.

Comments

Leave a Comment

Be the first to comment on this article!
Loading...

Loading next article...

You've read all our articles!

Error loading more articles

loader